Developmentافغانستانپښتوغور

برتانوي ځواکونو په افغانستان کې له بندیانو سره ناوړه او سپکوونکی چلند کړی

روان خبرDevelopmentغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-14 11:21:45🎙 راډیو واورئ

د بریتانیا یوې رسنۍ د هغو تورونو په اړه تازه راپور خپور کړی چې له مخې یې ویل کېږي، یو شمېر بریتانیايي سرتېرو په افغانستان کې د جګړې پر مهال له افغان بندیانو سره ناوړه او سپکوونکی چلند کړی او حتی ځینې بندیان یې د تفریح او ټوقو لپاره له فورک‌لفټ (د کرېن په شان د وسایلو له جګوونکی ماشین) څخه غورځولي دي. د بریتانیا د مترو Metro ورځپاڼې د راپور له مخې، دا ادعاوې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په اړه د روانې رسمي عمومي پلټنې په ترڅ کې د پخوانیو پوځیانو او شاهدانو له خوا مطرح شوې دي. ویل کېږي، له افغان بندیانو سره داسې چلند کېده چې د نړیوالو بشري قوانینو او د جګړې د اصولو خلاف ګڼل کېږي. راپور زیاتوي، د شاهدانو د څرګندونو له مخې، ځینو سرتېرو به بندیان د فورک‌لفټ په وسیله پورته کول او بیا به یې د ټوقو او ساعتېرۍ لپاره له هغه څخه غورځول. همداراز ادعا شوې چې بندیان به له فزیکي ځورونې، سپکاوي او نورو ناوړه چلندونو سره هم مخ کېدل. د راپور پر بنسټ، دغه تورونه د هغو پراخو څېړنو برخه ده چې د بریتانیايي ځانګړو ځواکونو د افغانستان د عملیاتو پر مهال د احتمالي جنګي جرمونو او له بندیانو سره د ناسم چلند په تړاو روانې دي. د پلټنو موخه دا ده چې معلومه کړي ایا…

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-07-14 11:21:45

مهالوېش

  1. Parstoday

    برتانوي ځواکونو په افغانستان کې له بندیانو سره ناوړه او سپکوونکی چلند کړی

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-07-14 11:07:50

برتانوي ځواکونو په افغانستان کې له بندیانو سره ناوړه او سپکوونکی چلند کړی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button