د برېتانیا د افغانستان ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي ویلي، دغه مرستې به د باوري شریکانو له لارې د افغانستان تر ټولو زیانمنو خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، ته ورسول شي. د برېتانیا د پارلمان په راپور کې ویل شوي چې افغانستان به د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۹ کلونو ترمنځ د دغه هېواد د رسمي پراختیايي مرستو له مهمو پروګرامونو څخه وي. راپور زیاتوي چې اوس مهال شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او ۱۷،۴ میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي. د برېتانیا نوې مرستې به د روغتیا، تغذیې، زدهکړو، د زیانمنو خلکو د ملاتړ، معیشت پیاوړتیا او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت په برخو کې ولګول شي. برېتانیا ویلي چې د خپلو مرستو له نیمايي څخه ډېره برخه به ښځو او نجونو ته ځانګړې ګټه ورسوي او له افغان خلکو سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
برېتانیا افغانستان ته د درېیو کلونو لپاره د هر کال ۱۰۵ میلیونه پونډو مرستې اعلان وکړ
سرچینې
External sources
برېتانیا افغانستان ته د درېیو کلونو لپاره د هر کال ۱۰۵ میلیونه پونډو مرستې اعلان وکړ