Summary: د بغلان ولایت په پلخمري ښار او دوشي ولسوالۍ کې د ۳ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د سېلابونو د مخنیوي دوه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د بغلان د پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي هدایتالله همدرد باختر اژانس ته ویلي، چې دغه پروژې د آغاخان بنسټ په همکارۍ د سېلابونو د خطرونو او زیانونو د راکمولو په موخه پلې شوې دي.د نوموړي په وینا، د لومړۍ پروژې په ترڅ کې د پلخمري ښار په لومړۍ ناحیه کې د یو میلیون او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت شپږ کوچني بندونه جوړ شوي دي، چې د سېلابونو د شدت په کمولو سره به شاوخوا دوه زره او ۵۰۰ کورنۍ، کرنیزې ځمکې، سړکونه او عامه تاسیسات له احتمالي زیانونو خوندي کړي.نوموړي زیاته کړه، چې همداراز د دوشي ولسوالۍ په زراغې کلي کې هم د ۲ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت یو استنادي دېوال جوړ شوی، چې ۱۷۵ متره اوږدوالی، ۲.۵ متره لوړوالی او ۱.۵ متره پلنوالی لري.د نوموړي په خبره، د دغه دېوال په جوړېدو سره به شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ د سېلابونو له ګواښونو خوندي شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
بغلان کې د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې بشپړې شوې
منابع
Afghan sources
بغلان کې د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې بشپړې شوې