Newsافغانستانپښتو

د فرهنګ او هنر معین د خلکو فرهنګ له ریاست او تمثیلي نندارو… — Bakhtar

روان خبرNews1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-02 22:37:07🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د خلکو فرهنګ ریاست او تمثیلي نندارو امریت له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې ده. باختر اژانس ته په رارسېدلې خپرپاڼه کې راغلي چې شیخ عبدالرحمن طيبي د دې ليدنې پر مهال، د یادو برخو مسوولینو او کارکوونکو ته د کاري چارو، مسوولیتونو او فعالیتونو د لا ښه ترسره کولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې. هغه د ياد ریاست د مسوولینو او کارکوونکو د هڅو ستايلو ترڅنګ؛ د دندو په اغېزمن ترسره کولو کې پر مسئولیت‌ پالنې، مسلکي ژمنتیا، همغږۍ او متقابلې همکارۍ ټینګار کړی او د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرامینو، احکامو او هدایاتو د ښه تطبیق او د کاري بهیر د ښه والي يې په اړه خبرې کړې دي. شيخ طيبي زیاته کړې چې د خلکو فرهنګ ریاست او د تمثیلي نندارو آمریت، د هېواد د اسلامي ارزښتونو د ترویج او د ټولنې د فکري او فرهنګي پوهاوي په لوړولو او د اصیل فرهنګ د ساتنې برخه کې مهم رول لري. د فرهنګ او هنر معين ويلي دي: "د خلکو فرهنګ ریاست اساسي دنده د هېواد د اصیل فرهنګ پېژندنه، ساتنه او پراختیا د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې او زموږ ټولو ګډ مسئولیت او موږ د خپل اصیل فرهنګ دود کړو او بیا یې نورو ته ورسوو." هغه د خپلو خبرو په پای کې، د يادو ادارو له کارکوونکو څخه غوښتي چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې یو بل ته د رښتینولي، همکارۍ او همغږۍ لاس ورکړي او چارې د شتو امکاناتو په حدودو کې له هر ډول ځنډ او خنډ پرته پر مخ یوسي.

لنډ معلومات

موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-11-02 22:37:07

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د فرهنګ او هنر معین د خلکو فرهنګ له ریاست او تمثیلي نندارو امریت څخه لیدنه وکړه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-02 13:10:27

د فرهنګ او هنر معین د خلکو فرهنګ له ریاست او تمثیلي نندارو امریت څخه لیدنه وکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button