Summary: د بغلان ولایت په ده صلاح ولسوالۍ کې د ۴۰۰ زره ډالرو په لګښت د یوه لوی جامع جومات د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي باختر اژانس ته ویلي، چې دغه جومات د افغان هاوس شرکت په مالي ملاتړ د ۴۰۰ زره ډالرو په لګښت په درېیو پوړونو کې په اساسي ډول جوړېږي.هغه زیاته کړې چې دغه جومات پر څلور جریبه ځمکه جوړېږي او د جومات ترڅنګ به یې کتابتون، علمي او فرهنګي مرکز هم ولري او چارې به یې د څلورو کلونو په موده کې بشپړې شي.د یادونې وړ ده، چې دغه جومات به په یوه وخت د ۲۵۰۰ کسانو د ځاېدو ظرفیت ولري.
لنډ معلومات
ځایبغلان
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-11-19 12:59:06
مهالوېش
-
Bakhtar
بغلان کې د یوه لوی جامع جومات د جوړولو چارې پیل شوې