د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر ترک د پاکستان له چارواکو د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر د خوشې کېدو غوښتنه کړې. نوموړي ویلي، پاکستان دې د سیاسي کړکېچ کمولو لپاره د خبرو لاره غوره کړي او د عمران خان درملنې ته لاسرسی دې تضمین کړي. فولکر ترک له سي اېن اېن سره په مرکه کې وویل، د عمران خان خوشې کېدل، له هغه سره مناسب چلند او د سیاسي کړکېچ کمول د باور جوړونې مهم اقدامات کېدای شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د پاکستان حکومت او مخالفانو ترمنځ د خبرو او تفاهم لپاره باید زمینه برابره شي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ویلي، د پاکستان چارواکي باید د بندیانو په اړه نړیوال قانوني معیارونه رعایت کړي، د هغوی کورنۍ لیدنې، وکیلانو ته لاسرسی او روغتیايي خدمات تضمین کړي. هغه زیاته کړې، په پاکستان کې د بشري حقونو مدافعان، خبریالان او سیاسي مخالفان هم له خپلسرو نیونو سره مخ دي.عمران خان او مېرمن یې بشرا بي بي د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندیان دي. دواړه د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر پر ۲۰مه د توشهخانه دویمې قضیې په تړاو په ۱۷ کلونو بند محکوم شوي وو. دغه قضیه د سعودي عربستان د ولیعهد له خوا د رسمي سفر پر مهال د ورکړل شویو ګاڼو د سیټ د ناقانونه ساتلو له تورونو سره تړاو لري.عمران…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کړې
منابع
Afghan sources
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کړې