Summary: د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ د کیلګي په سیمه کې د «صالحین» په نوم یو معیاري جومات د جلال خیریه بنسټ له لوري د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ او پرانیستل شو. د بغلان د والي ویاند فاروقي خپلواک باختراطلاعاتي اژانس ته وویل، چې دغه جومات د ۶۰۰ نارینه او ۱۰۰ ښځینه لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت لري چې د نارینه وو او ښځو لپاره جلا برخې او ټولې اړینې اسانتیاوې پکې برابرې شوې دي.د نوموړي په وینا، د بغلان والي مولوي عبدالله مختار د جومات د پرانیستې په مراسمو کې د جوماتونو او دیني مرکزونو جوړول د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره مهم ګام وباله او د جلال خیریه بنسټ له همکاریو او فعالیتونو یې مننه وکړه.بل لور ته د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د «صالحین» جومات جوړول د خلکو لپاره ارزښتناک او تلپاتې خدمت وباله او د دې پروژې له پلي کېدو یې خوښي څرګنده کړه.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
بغلان کې د ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت یو جومات جوړ شو