Economyافغانستانبغلانپښتو

بغلان کې د ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت یو جومات جوړ شو — Bakhtar

روان خبرEconomyبغلان1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-18 19:52:31🎙 راډیو واورئ

Summary: د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ د کیلګي په سیمه کې د «صالحین» په نوم یو معیاري جومات د جلال خیریه بنسټ له لوري د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ او پرانیستل شو. د بغلان د والي ویاند فاروقي خپلواک باختراطلاعاتي اژانس ته وویل، چې دغه جومات د ۶۰۰ نارینه او ۱۰۰ ښځینه لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت لري چې د نارینه‌ وو او ښځو لپاره جلا برخې او ټولې اړینې اسانتیاوې پکې برابرې شوې دي.د نوموړي په وینا، د بغلان والي مولوي عبدالله مختار د جومات د پرانیستې په مراسمو کې د جوماتونو او دیني مرکزونو جوړول د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره مهم ګام وباله او د جلال خیریه بنسټ له همکاریو او فعالیتونو یې مننه وکړه.بل لور ته د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د «صالحین» جومات جوړول د خلکو لپاره ارزښتناک او تلپاتې خدمت وباله او د دې پروژې له پلي کېدو یې خوښي څرګنده کړه.

لنډ معلومات

ځایبغلان
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-18 19:52:31

مهالوېش

  1. Bakhtar

    بغلان کې د ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت یو جومات جوړ شو

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-18 09:51:12

بغلان کې د ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت یو جومات جوړ شو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button