افغانستانامنیتدری

بلجیم وايي لسګونه د جنايي مخينې لرونکي افغانان وباسي – BBC News پښتو — Bbc

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-03 18:38:40🎙 رادیو را بشنوید

د بلجيم د کډوالۍ وزيرې ويلي، شاوخوا ۶۰ افغانان چې د دې په وینا ډېری یې د "وژنې او جنسي تېري" په څېر په درنو جرمونو محکوم شوي، د خپلې سزا له بشپړېدو وروسته به له دغه هېواده وايستل شي. انلين وان بوسویټ د بلجيم د پارلمان غړو ته ويلي، دغه کسان په ناقانونه ډول په هېواد کې اوسېږي او د ايستل کېدو ټول اړين شرايط پوره کوي. هغې ټينګار وکړ چې د بلجيم حکومت به د شرايطو وړ کډوالو د ارزونې او منلو تر څنګ د هغو کسانو د بېرته ستنولو بهير هم په جدي توګه تعقيب کړي چې په دې هېواد کې د اوسېدو حق نه لري. د بلجيم د کډوالۍ وزيرې زياته کړې چې د دغه هېواد حکومت به له دې وروسته د کډوالو د ننوتلو او شړلو اړوند مقررات په لا ډېرې سختۍ سره عملي کړي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اروپا يو شمېر هېوادونو په وروستيو میاشتو کې هڅه کړې چې د جرمي مخينې لرونکو افغانانو د شړلو بهير بېرته پيل کړي؛ هغه اقدام چې د بشري حقونو د مدافع بنسټونو له نيوکو سره مخامخ شوی دی. له ۲۰۲۱ کال راهيسې کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، افغانستان ته د افغان وګړو بېرته ستنول له عملي او حقوقي ننګونو سره مل دي. اروپايي هېوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-03 18:38:40

خط زمانی

  1. Bbc

    بلجیم وايي لسګونه د جنايي مخينې لرونکي افغانان وباسي – BBC News پښتو

منابع

External sources

BbcPS
2026-10-03 16:50:15

بلجیم وايي لسګونه د جنايي مخينې لرونکي افغانان وباسي – BBC News پښتو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button