Developmentافغانستانبلخدری

بلخ کې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې — Bakhtar

در حال تکمیلDevelopmentبلخ1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-19 16:02:07🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې په ګټې اخیستنې سره سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بلخ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د بلخ ولسوالۍ په میدان کلي کې د ۹.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.ویل شوي چې په یاده شبکه کې د ۴۰ متره مکعب په وړتیا د پاکو اوبو د یوې ذخیرې جوړول، د ۸۸۰۴ مترو په اوږدوالی د پایپ غځول، د ۲۳۰ شیردانونو او ۱۶ سولر تختو نښلول شامل دي.هېره دې نه وي چې د یادې پروژې د تطبیق په بهیر کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې ۳۶۳ کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

اطلاعات کوتاه

مکانبلخ
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-19 16:02:07

خط زمانی

  1. Bakhtar

    بلخ کې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-19 11:23:05

بلخ کې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button