کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي، د شمال زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې په بلخ ولایت کې «د حاجي عبدالباقي او حاجي اسماعیل فارم» په نوم نږدې ۲۵۰ جریب ځمکه اماراتي تثبیت کړې ده. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا ځمکه د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار د اتمې ناحیې سیمه کې موقعیت لري او د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې وه. سرچینه زیاتوي، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې یې د یادې ځمکې دوسیه په رسمي توګه د شمال زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه. د خبرپاڼې له مخې، یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته پرېکړه وکړه، دغه ټوله ځمکه چې ۲۵۰جریبه کېږي، امارتي ملکیت دی او متصرفین مکلف دي چې ځمکه د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري. د عدلیې وزارت لیکلي، د هېواد په کچه د امارتي غصب شوو ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په شدت جریان…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
بلخ کې ۲۵۰ جریب ځمکه امارتي ثابته شوه