د پاکستان د بلوچستان ایالتي حکومت ویلي چې په زیارت سیمه کې د وژل شویو پولیسو د قضیې په تړاو په کوټه کې د روان پرلت ګډونوالو سره خبرې بریالۍ شوې او یو لیکلی تړون هم لاسلیک شوی دی. د وسلوالو په برید کې د ۳۰ پولیسو له وژل کېدو وروسته، د هغوی خپلوانو د جولای له نهمې نېټې راهیسې په کوټه کې پرلت پیل کړی و. دوی غوښتنه کوله چې د پېښې د څېړنې لپاره دې یو عدلي کمېسیون جوړ شي. تېره اوونۍ د زیارت سیمې د مانګي ډېم د درېیم پړاو رغاونې پروژې پر ساحه نامعلومو وسلوالو برید وکړ. د چارواکو په وینا، په هغه برید کې د دوو پولیسو مرکزونو افسرانو (اېس ایچ او) په ګډون نهه پولیس ووژل شول او ۲۱ نور تښتول شوي وو. چارواکو ویلي وو چې د تښتول شویو پولیسو د ژغورلو لپاره د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال، وسلوالو یرغمل شوي پولیس ووژل او مړي یې د زرغون غر په سیمه کې غورځولي وو. په کوټه کې د بي بي سي خبریال محمد کاظم په خپل رپوټ کې وايي، د جمعې په شپه ناوخته، د حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي عمومي منشي عبدالرحیم زیارتوال کور ته ورغلل او هلته تړون لاسلیک شو. په دې مراسمو کې د حکومتي پلاوي غړو او د ټولو ګوندونو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bbc
بلوچستان؛ چارواکي وایي په زیارت سیمه کې د وژل شویو پولیسو د قضیې په تړاو له احتجاج کوونکو سره موافقه شوې – BBC News پښتو
منابع
External sources
بلوچستان؛ چارواکي وایي په زیارت سیمه کې د وژل شویو پولیسو د قضیې په تړاو له احتجاج کوونکو سره موافقه شوې – BBC News پښتو