کابل (پژواک) ـ د راپورونو مخې د کوېټې – کراچۍ پر لویه لار د دوو بسونو د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۲۴ نور ټپیان شوي دي. ډان ورځپاڼې د پولیسو په حواله راپور ورکړې چې د جمعې په ورځ د بلوچستان ایالت د کوېټې – کراچۍ پر لویه لار په اوتهل سیمه کې یو مسافر وړونکی بس او منیبس ټکر شوي چې له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۴ نور ټپیان دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې، مسافر وړونکی بس له ګواډره کراچۍ او منیبس له بېلا کراچۍ ته په حرکت کې وو چې دا پېښه شوې ده. د چارواکو په خبره، په دې پېښه کې اووه کسان د پېښې په ځای کې مړه شوي او پنځو نورو په روغتون کې د ټپونو له امله ساه ورکړې ده. سرچینې زیاته کړې چې د ټپیانو له ډلې د اوو روغتیايي وضعیت نازک دی او ډېره مرګژوبله په منیبس کې ناستو مسافرو ته اوښتې ده. په راپور کې راغلي، دا پېښه دوه ورځې وروسته له هغې شوې چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د پنجاب ایالت د راجنپور ولسوالۍ پر اندوس لویه لاره یو مسافر وړونکی بس چپه شوی و چې له امله یې ۱۰ کسان مړه او ۴۴ نور ټپیان شوي وو. #بلوچستان #ترافیکي_پېښه #د_بسونو_ټکر…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
بلوچستان کې ترافیکي پېښه؛ لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه او ۲۴ نور ټپیان شوي
منابع
Afghan sources
بلوچستان کې ترافیکي پېښه؛ لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه او ۲۴ نور ټپیان شوي