Summary: د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې منسوبینو یې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې شاوخوا ۸۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړي دي. یاد وزارت په خپله اکس پاڼه لیکلي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې ځواکونو په جلا جلا عملیاتو کې په نیمروز ولایت کې د ۶۴۹ کیلوګرامه، په تخار کې د ۸۵ کیلوګرامه او په بدخشان ولایت کې د ۷۴ کیلوګرامه، بېلابېلو نشه يي توکو د قاچاق مخه نیولې او یاد توکي یې کشف او ضبط کړي دي.د سرچینې د معلوماتو له مخې د یادو نشه يي توکو د قاچاق په تړاو اته تنه تورن کسان هم نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنو او د اړوندو دوسیو له ترتیب وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
اطلاعات کوتاه
مکاننیمروز
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-09-14 15:28:31
خط زمانی
-
Bakhtar
بېلا بېلو ولایتونو کې شاوخوا ۸۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول
منابع
Afghan sources
BakhtarPS
2026-09-14 10:11:09
بېلا بېلو ولایتونو کې شاوخوا ۸۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول