Developmentافغانستانتخاردری
تخار کې دوه پراختیايي پروژې پیل شوې — Bakhtar
Summary: د تخار ولایت د تالقان ښاروالۍ د نشراتو مسوول حیاتالله صفري وایي، چې د ښاروالۍ په انګړ کې یو محراب جومات او د دې ښار د جامع مدرسې ختیځ لوري ته د ښاروالۍ د دوکانونو جوړولو پروژې عملي چارې پیل شوې. نوموړي ویلي، چې یاد جومات پر ۲۹۰ متر مربع ځمکه جوړېږي، چې د شاوخوا ۲۰۰ لمونځ کوونکو د ځایېدو وړتیا به ولري او چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي.هغه دغه راز ویلي چې په دویمه پروژه کې ټولټال ۴۲ دوکانونه پلان شوي، چې د جوړېدو چارې به یې ۷ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.سرچینې زیاته کړې، چې د دواړو پروژو لګښت څه باندې ۲۰ میلیونه افغانۍ ښودل شوی او مالي ملاتړ یې د یادې ښاروالۍ له بودجې څخه ورکول کیږي.
اطلاعات کوتاه
مکانتخار
موضوعDevelopment
منابع1
بهروزرسانی2026-09-13 15:22:48
خط زمانی
-
Bakhtar
تخار کې دوه پراختیايي پروژې پیل شوې