Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د تېرې(وږي) مياشتې په ترڅ کې د افغان مهاجرینو ۷۴۱۹ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د تېرې مياشتې په موده کې د راستنو شوو کورنيو د غړو شمېر ۳۵ زره ۷۷۸ تنه وو.په ياده موده کې همدارنګه له ۵زره ۹۲۶ کورنیو سره ۴۷ميليونه ۲۷۲ زره ۵۹۰ افغانۍنغدي مرسته هم شوې ده.سرچينې زياته کړې، چې تېره مياشت همداراز ۴۰۲۲ راستنو شوو کورنيو ته د هستوګنې په موخه د ځمکو نمرې هم وېشل شوې دي.د وږي مياشتې په موده کې همدارنګه ۵زره ۴۰۳ را ستنې شوې کورنۍ خپلو اصلي سيمو ته لېږدول شوې او ۲۷ ميليونه۱۳۴زره ۵۷۰ افغانۍ کرايه هم ورکړل شوې ده.د يادونې وړ ده، چې په ياده موده کې راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ۴زره ۸۰۳ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
تېره مياشت د افغان مهاجرینو نږدې ۷۵۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي
منابع
Afghan sources
تېره مياشت د افغان مهاجرینو نږدې ۷۵۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي