HealthKabulافغانستانپښتو

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۵۰ کورنۍ راستنې شوې دي — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-14 06:48:35🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۵۰ کورنۍ چې ۱۰۸۳ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې، ۹۹ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۰۴کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی. د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۹۱ کورنۍ چې ۴۷۶ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۴۶ کورنۍ چې ۲۴۹ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې ۲۶۵ زره او ۹۱۰ افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۷۶ کورنیو سره په ټولیز ډول ۶۰۶ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي. د راپور له مخې، د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم ۱۷ کورنۍ چې ۹۷ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. سرچینه زیاتوي چې له دې ډلې ۱۶ کورنۍ چې ۹۴ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې ۱۳۶ زره او ۸۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي. په راپور کې…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-14 06:48:35

مهالوېش

  1. Pajhwok

    تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۵۰ کورنۍ راستنې شوې دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-14 11:18:23

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۵۰ کورنۍ راستنې شوې دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button