کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۵۰ کورنۍ چې ۱۰۸۳ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې، ۹۹ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۱۰۴کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی. د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۹۱ کورنۍ چې ۴۷۶ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۴۶ کورنۍ چې ۲۴۹ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې ۲۶۵ زره او ۹۱۰ افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۷۶ کورنیو سره په ټولیز ډول ۶۰۶ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي. د راپور له مخې، د کندهار د سپینبولدک له لارې هم ۱۷ کورنۍ چې ۹۷ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. سرچینه زیاتوي چې له دې ډلې ۱۶ کورنۍ چې ۹۴ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې ۱۳۶ زره او ۸۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي. په راپور کې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۵۰ کورنۍ راستنې شوې دي