KabulPoliticsافغانستانپښتو

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۴۳۹ کورنۍ راستنې شوې دي — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-29 06:22:48🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۴۳۹ کورنۍ چې ۲۰۷۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوي؛ ۳۶۸ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۴۴۵ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی. د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۳۶۷ کورنۍ چې ۱۸۰۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۳۱۸ کورنۍ چې ۲۳۰۸ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوي او د ترانسپورټ لپاره یې یو میلیون او ۶۷۰ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۴۰۹ کورنیو سره په ټولیز ډول دری میلیونه او ۴۸۶ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده. د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم ۱۳ کورنۍ چې ۵۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. د راپور له مخې، له دې ډلې ۱۴ کورنۍ چې ۵۰ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې څه باندې ۱۰۴ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په سپین‌بولدک کې له ۱۴ کورنیو سره په ټولیز…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-08-29 06:22:48

مهالوېش

  1. Pajhwok

    تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۴۳۹ کورنۍ راستنې شوې دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-29 10:50:13

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۴۳۹ کورنۍ راستنې شوې دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button