HealthKabulافغانستانپښتو

تېره ورځ هېواد ته د څلورو بندرونو له لارې ۵۹۹ کورنۍ راستنې شوې… — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-23 05:08:07🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ ۵۹۹ کورنۍ، چې ۳۳۹۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ ۵۸۳ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۶۳۹ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی. د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۴۸۲ کورنۍ چې ۲۸۴۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۴۵۵ کورنۍ چې ۲۵۲۷ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ د کرایې لپاره یې یو میلیون او څه باندې ۷۷۹ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۵۶۷ کورنیو سره په ټولیز ډول څلور میلیون او ۷۰۲ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي. د سرچینې د معلوماتو له مخېو د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم ۴۹ کورنۍ چې ۲۷۴ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۳۳ کورنۍ چې ۱۹۰ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره څه باندې…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-07-23 05:08:07

مهالوېش

  1. Pajhwok

    تېره ورځ هېواد ته د څلورو بندرونو له لارې ۵۹۹ کورنۍ راستنې شوې دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-23 09:37:39

تېره ورځ هېواد ته د څلورو بندرونو له لارې ۵۹۹ کورنۍ راستنې شوې دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button