EnglishKabulافغانستانامنیت

جرمني کې یو افغان پر عمري بند محکوم شوی — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-07 05:52:07🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د جرمني د مونیخ عالي محکمې یو ۲۵ کلن افغان د کارګرانو پر يوې اعتراضي غونډه د موټر په وسيله قصدي بريد له امله پر عمري بند محکوم کړی دی. د رویټرز د راپور له مخې، د مونیخ ایالت عالي محکمې دغه جرم «په ځانګړي ډول لوی» بللی؛ هغه پرېکړه چې د جرمني د قوانینو له مخې، معمولاً له ۱۵ کلونو وروسته د مشروط خوشي کېدو امکان له منځه وړي. په راپور کې راغلي چې یادې محکمې دغه کس د دوو کسانو په قتل، د ۲۳ کسانو د وژنې په هڅه او څو نورو جرمونو کې مجرم پېژندلی دی. سرچینې لیکلي: «د څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، تورن چې د محرمیت د ساتنې لپاره یوازې د “فرهاد ن.” په نوم یاد شوی، دغه برید د مذهبي انګېزې له مخې ترسره کړی او ویلي یې دي چې دا د اسلامي هېوادونو د مسلمانانو د کړاوونو په غبرګون کې و.» دا پېښه د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ میاشت کې شوې وه، کله چې تورن خپل موټر د هغو کارګرانو د اتحادیې د غړو اعتراضي غونډې ته ورننویست چې د معاشونو د زیاتوالي غوښتنه یې کوله. په دغه برید کې یوه ۳۷ کلنه ښځه او د هغې دوه کلنه لور ووژل شول او له ۴۰ ډېر نور کسان ټپیان شول. تورن تر نیول کېدو…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-07 05:52:07

Timeline

  1. Pajhwok

    جرمني کې یو افغان پر عمري بند محکوم شوی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-07 10:18:12

جرمني کې یو افغان پر عمري بند محکوم شوی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button