د «مډل ایسټ ای» د یوه ځانګړي راپور له مخې، د جرمونو نړیوالې محکمې قاضیانو تېر کال د طالبانو د مشر، هبتالله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني ترڅنګ، د طالبانو د دوو نورو لوړپوړو غړو د نیولو پټ حکمونه هم صادر کړي دي. دغه وزارت د سهشنبې په ورځ، د زمري په ۲۰مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی چارواکو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مرستیالې ونیسا ماتر بولي او د کابل ښاروالۍ له استازو سره یې په کابل کې د کډوالو د ستونزو د حل، نوي مېشتغالي او د قالین اوبدنې کارخونې د جوړولو په اړه خبرې کړې دي. د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد ویلي، د دغه مېشتغالي او کارخونې جوړول به له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې او د هغوی د کاري بوختیا لپاره مهم ګام وي. نوموړي ویلي چې وزارت یې چمتو دی له اړوندو بنسټونو سره په دې برخه کې همکاري وکړي او د کډوالو په ښارګوټو کې د مېشتغالو د جوړولو لپاره د اړتیا وړ ځمکه ځانګړې کړي. راشد زیاته کړې چې په اوسنیو شرایطو کې د دوی د حکومت له لوري بېلابېلو کسانو ته د ځمکې وېش امکان نه لري، خو د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ملاتړ کوونکو پروګرامونو د اصولو له…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
جرمونو نړېوالې محکمې لهخوا د طالبانو دوو نورو لوړپوړو چارواکو د نیولو پټ حکمونه صادر شوي
سرچینې
Afghan sources
جرمونو نړېوالې محکمې لهخوا د طالبانو دوو نورو لوړپوړو چارواکو د نیولو پټ حکمونه صادر شوي