شبرغان (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۵): د جوزجان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د الکولي مشروباتو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده. د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي ویلي چې د یادې کارخونې په تړاو دوه کسان، چې یو نارینه او یوه ښځه دي، هم نیول شوي دي. هغه زیاته کړې چې له دې کارخونې څلورنیم لېتره خالص شراب او ۵۵ لېتره تخمیر شوي ممیز ترلاسه شوي دي. دغهراز، د جوزجان له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د نشهيي توکو د پلور په تړاو څلور کسان له ۵۴۵ ګرامه چرسو او د نشې له ۵۰ ټابلېټونو سره نیولي دي. دغه مدیریت د شبرغان ښار له بېلابېلو سیمو ۱۱ کسان روږدي کسان هم راټول کړي او د درملنې لپاره یې د بلخ زر بستریز کمپ ته ورپېژندلي دي.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
جوزجان کې د شرابو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده
Sources
Afghan sources
جوزجان کې د شرابو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده