DiplomacyKabulافغانستانپښتو

حسیني: د آیت‌الله وحید خراساني مړینه؛ دیني مدرسو او اسلامي نړۍ ته لویه ضایعه ده

روان خبرDiplomacyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-18 09:50:53🎙 راډیو واورئ

په افغانستان کې د ایران سفارت فرهنګي سلاکار ډاکټر سید روح‌الله حسيني، د آیت‌الله‌العظمی وحید خراساني په مړینه خواشیني ښودلې او د هغه مړینه یې د دیني مدرسو، شیعه ټولنې او اسلامي نړۍ لپاره لویه ضایعه بللې ده. نوموړي ويلي، آیت‌الله وحید خراساني خپل عمر د اسلامي علومو څېړنې او تدریس، د قرآن کریم او اهل‌بیتو د معارفو خپرولو او د دیني عالمانو روزنې ته ځانګړی کړی و. په کابل کې د ایران سفارت فرهنګي سلاکار زیاته کړې، چې دغه دیني عالم د خپلو علمي اثارو، تدریس او د ګڼو دیني عالمانو د روزنې له لارې په دیني مدرسو کې تلپاتې علمي او معنوي میراث پرېښی دی. ډاکتر حسیني زیاته کړې، د آیت‌الله وحید خراساني علمي او معنوي میراث د ایران او افغانستان لپاره هم ځانګړی ارزښت لري؛ ځکه دواړه هېوادونه تاریخي، فرهنګي او تمدني ګډې اړیکې لري او دغه ګډې اړیکې د علمي او دیني همکاریو د پراختیا لپاره ښه زمینه برابرولای شي. نوموړي د دیني مدرسو د مشهورو استادانو په درسونو کې د افغانستان د دیني زده‌کوونکو حضور، د علم او معرفت د بې‌پولوالي او د ملتونو ترمنځ د علمي اړیکو د پیاوړتیا یوه بېلګه بللې ده. په کابل کې د ایران سفارت فرهنګي سلاکار په دې باور دی، چې اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول ایران او افغانستان د متقابل درناوي، علمي همکاریو او تاریخي اړیکو پر…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-11-18 09:50:53

مهالوېش

  1. Parstoday

    حسیني: د آیت‌الله وحید خراساني مړینه؛ دیني مدرسو او اسلامي نړۍ ته لویه ضایعه ده

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-11-18 09:46:14

حسیني: د آیت‌الله وحید خراساني مړینه؛ دیني مدرسو او اسلامي نړۍ ته لویه ضایعه ده

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button