Englishافغانستانامنیت

حنیف اتمر په هسپانیا کې د طالبانو د مخالفانو د غونډې هرکلی وکړ — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-11-26 14:31:22🎙 Listen to radio

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر په هسپانیا کې د طالبانو د مخالفانو غونډه یوه مهمه، هیله‌بښونکې او د ستاینې وړ بللې ده. نوموړي لیکلي، چې دې غونډې د ملي تنوع او ټول‌شموله ګډون په لرلو سره د افغانانو د لیدلورو، غوښتنو او هیلو یوه مهمه برخه منعکس کړې ده. حنیف اتمر د پنجشنبې په ورځ، د لیندۍ په پنځمه په اېکس کې لیکلي، چې د دې غونډې ګډونوالو د ملي یووالي او د افغانانو ترمنځ د پیوستون په ټینګار سره د خپلو هېوادوالو، په ځانګړي ډول د افغان ښځو، برحق غږ نړیوالو ته ورساوه. نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو مخالفان وتوانېدل د افغانانو اساسي غوښتنو ته د پام وړ پاملرنه راواړوي. د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر ټینګار کړی، چې په دې غونډه کې له بې‌لارې کوونکو، وېش رامنځته کوونکو او ستړوونکو سیاسي بحثونو څخه تېرېدل، د افغانستان د کړکېچ پر اساسي ریښې تمرکز او د یوې تلپاتې حل‌لارې لټون ځانګړی اهمیت درلود. اتمر زیاته کړې، چې د اساسي قانون د روښانه تضمینونو او تلپاتې سولې د ټینګښت په لرلو سره داسې ملي او مشروع نظام ته لېږد، چې د خلکو له ارادې سرچینه واخلي، د دې غونډې له نورو مهمو ټکو څخه و. ښاغلي اتمر لیکلي، چې دا ډول اقدام د افغانستان د ځوان او وړ نسل د سیاسي عقلانیت، فکري بلوغ او…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-26 14:31:22

Timeline

  1. AF International

    حنیف اتمر په هسپانیا کې د طالبانو د مخالفانو د غونډې هرکلی وکړ

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-26 13:20:24

حنیف اتمر په هسپانیا کې د طالبانو د مخالفانو د غونډې هرکلی وکړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button