EnglishKabulافغانستانامنیت

خلیلزاد: امریکا باید خپل پام د اوسني عصر مهمو ننګونو او ګواښونو ته… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-11 04:52:06🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې سخته دوره تېره شوې او امریکا باید خپل پام او هڅې د اوسني عصر مهمو ګواښونو او ننګونو ته واړوي. خلیلزاد د سپټمبر ۱۱مې پېښې ۲۵مې کلیزې په مناسبت پر خپله اېکس‌پاڼه یوه پیغام کې ویلي چې دغو بریدونو د امریکا ملي ستراتيژي بدله کړه او د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه د دغه هېواد د ملي ستراتيژۍ اصلي تمرکز وګرځېد. هغه ویلي چې امریکا په دې جګړه کې «سترې بریاوې» ترلاسه کړې او القاعده یې تر ډېره کمزورې کړه؛ خو په وینا یې، د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې سخت پړاو اوس تېر شوی او د اوسني عصر نوو ګواښونو ته باید پام واړول شي. خلیلزاد ویلي چې د چین راڅرګندېدل، د مصنوعي ځیرکتیا انقلاب، د اروپا، روسیې او هند د راتلونکي په اړه ناڅرګندتیاوې او په منځني ختیځ کې ګډوډي د اوسني عصر له مهمو ننګونو دي. د هغه په وینا، چین هڅه کوي د نړۍ واکمن ځواک شي او د مصنوعي ځیرکتیا انقلاب ښايي د امریکا او چین ترمنځ د ځواک پر انډول او د جګړو او شخړو پر راتلونکې د پام وړ اغېز ولري. خلیلزاد خبرداری ورکړی چې مخکښ هېوادونه باید یوازې پر خپلې «وروستۍ جګړې» تمرکز ونه کړي، بلکې هغو نوو…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-11 04:52:06

Timeline

  1. Pajhwok

    خلیلزاد: امریکا باید خپل پام د اوسني عصر مهمو ننګونو او ګواښونو ته واړوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-11 09:19:11

خلیلزاد: امریکا باید خپل پام د اوسني عصر مهمو ننګونو او ګواښونو ته واړوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button