افغانستانامنیتپښتوکونړ

پاکستان د افغانستان په کونړ او ځینو نورو سیمو هوايي بریدونه کړي دي

روان خبرSecurityکونړ1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-21 06:38:20🎙 راډیو واورئ

زمونږ خبریال راپور راکړی د کونړ ځایي چارواکي وایي، پاکستاني جټ الوتکو پر دې ولایت په شوي برید کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. د چارواکو په وینا، برید د دوشنبې پر سهار، شاوخوا درې بجې، ترسره شوی دی. دا برید د کونړ ولایت د زلزله‌ ځپلې نورګل ولسوالۍ په بټن سیمه کې شوی دی. د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر، ضیاالرحمن سپین‌غر، وایي، د دوشنبې پر سهار شاوخوا درې بجې پاکستاني جټ الوتکو د افغانستان په هوايي حریم باندې په تېري کولو سره د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په بټن سیمه کې د یوه ځایي اوسېدونکي پر کور برید کړی، چې له امله یې، د ده په وینا، دوه مېرمنې او یو نارینه وژل شوي او څلورنور ملکي وګړي ژوبل شوي دي. د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر ضیاالرحمن سپین‌غر وایي، په برید کې په نښه شوی استوګنځی په بشپړه توګه ویجاړ شوی، څو څاروي له منځه تللي او شاوخوا استوګنځیو ته هم مالي زیان رسېدلی دی. هغه وایي، ولایتي ادارې سیمې ته، چې لرې پرته او غرنۍ ده، پلاوی استولی، څو د اوښتو ځاني او مالي زیانونو کره کچه معلومه کړي. په سیمه کې عیني شاهدان هم وایي، چې د پاکستان په هوايي برید کې په نښه شوی کور د یوه ملکي وګړي و او په دې…

لنډ معلومات

ځایکونړ
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-21 06:38:20

مهالوېش

  1. Parstoday

    پاکستان د افغانستان په کونړ او ځینو نورو سیمو هوايي بریدونه کړي دي

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-09-21 06:08:40

پاکستان د افغانستان په کونړ او ځینو نورو سیمو هوايي بریدونه کړي دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button