Developmentافغانستانپښتوخوست

خوست کې د نږدې ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د… — Bakhtar

روان خبرDevelopmentخوست1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-26 08:37:25🎙 راډیو واورئ

Summary: د خوست ښاروالۍ مسوولینو د دغه ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د مردي خېلو سړک د بیارغولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. د خوست ښاروال حافظ عبدالرشید عمري په یاده موخه جوړو شویو مراسمو کې وویل چې دغه سړک د ۲۰ میلیونه ۹۲۷ زره ۳۰۰ افغانیو په لګښت جوړېږي او په بشپړېدو سره یې د تڼیو ولسوالۍ او یو شمېرې نورې سیمې د خوست له ښار سره نښلول کېږي.د نوموړي په وینا، دغه سړک ۱۷۰۰ متره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري، چې په دواړو غاړو کې د ۳۴۰۰ متره لښتیو او درې پلچکونو جوړول هم شامل دي چې چارې به یې په پنځو میاشتو کې بشپړې شي.هغه وویل، چې د ښار انلاین ادرسینګ (پتې) پروژه، د ولایت مقام مخې ته د نوي جوړ شوي سړک د روښنایۍ سیسټم، د بلبورډونو نصب او یو شمېر نورې پراختیايي پروژې هم د ښاروالۍ په پلان کې شاملې دي.په همدې مراسمو کې د خوست والي مولوي عبدالرحمن حقاني د یادې پروژې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د خوست ټولو ولسوالیو اړتیاوې یې له اړوندو مرکزي ادارو سره شریکې کړې دي او تمه ده، چې په نږدې راتلونکي کې به نورې پراختیايي پروژې هم عملي شي.همدارنګه، د تڼیو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي رشیدالله درمان وویل چې د دې لارې له جوړېدو سره به د خلکو د تګ راتګ ستونزې هوارې، چاپېریال پاک، د ژوند اسانتیاوې زیاتې او د عاد محمد تفریحي سیمې ته به د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو تګ راتګ هم ډېر شي.د یادونې وړ ده چې په نږدې راتلونکي کې به د صبریو او علیشېرو ولسوالیو ترمنځ د شاوخوا ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې مهمې لارې د جوړولو چارې هم پیل شي.

لنډ معلومات

ځایخوست
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-07-26 08:37:25

مهالوېش

  1. Bakhtar

    خوست کې د نږدې ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د بیا رغولو چارې پیل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-26 05:36:33

خوست کې د نږدې ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د بیا رغولو چارې پیل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button