Summary: د خوست ولایت د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ په کندې کلي کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت یو نوی جومات جوړ او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د پرانیستې په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رئیس مفتي عبدالقیوم فرقاني د جومات د جوړېدو له امله د سیمې اوسېدونکو ته د مبارکي ترڅنګ له خلکو وغوښتل، چې جوماتونه د عبادت او دیني چارو له لارې آباد وساتي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد جومات په یوه پوړ کې پر ۹۶ متره مربع ځمکه جوړ شوی، چې د اړینو برخو په ګډون په یو وخت کې د شاوخوا ۱۵۰ لمونځکوونکو ظرفیت لري. د دغه جومات پر جوړولو ټولټال څه باندې یو میلیون افغانۍ لګښت راغلی، چې نیمايي یې د هاوس مؤسسې له لوري تمویل شوې او پاتې برخه یې د سیمې اوسېدونکو له لوري ورکړل شوې ده.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
خوست کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
منابع
Afghan sources
خوست کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو