Politicsافغانستانپښتوخوست

خوست کې د څه باندې ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲ پراختیايي پروژې… — Bakhtar

روان خبرPoliticsخوست1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-07 13:54:50🎙 راډیو واورئ

Summary: د خوست ولایت په باک او ځاځي میدان ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په مالي ملاتړ ۱۲ پراختیايي پروژې د ۳۷ میلیونه ۲۳۷ زره ۹۶۱ افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د خوست د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مرستیال مولوي ریحان‌الله سنان باختر اژانس ته ویلي چې په دغو پروژو کې د کانالونو، سربندونو، کارېزونو او استنادي دېوالونو رغول شامل دي.د نوموړي په وینا، د یادو پروژو د پلي کېدو پر مهال شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.هغه زیاته کړې، چې دغه پروژې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر مستقیم نظارت لاندې په غوره کیفیت بشپړې شوې، چې د باک او ځاځي میدان ولسوالیو د اوسېدونکو د ژوند ښه والي او د کرنیزو چارو د پراختیا په برخه کې به مهم رول ولوبوي.ورته مهال، د سیمې اوسېدونکو ښایسته ګل او حسین‌ بادشاه ویلي، چې تر دې وړاندې د اوبو د کمښت له امله یې کرنیزو ځمکو او فصلونو ته پر وخت اوبه نه رسېدې، چې له کبله یې حاصلات کم او بزګران له ګڼو ستونزو سره مخ وو.دوی زیاته کړې، چې د یادو کانالونو او سربندونو په جوړېدو سره به د اوبو ستونزه هواره او د کرنیزو ځمکو د حاصلاتو کچه لوړه شي.

لنډ معلومات

ځایخوست
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-09-07 13:54:50

مهالوېش

  1. Bakhtar

    خوست کې د څه باندې ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲ پراختیايي پروژې بشپړې شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-07 11:22:16

خوست کې د څه باندې ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲ پراختیايي پروژې بشپړې شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button