HealthKabulافغانستاندری

دمشق کې چاودنې دوه کسان وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-07 04:17:19🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۵): د سوریې د روغتیا وزارت وایي، د دغه هېواد د پلازمېنې دمشق اړوند جرمانه سیمه کې په یوه مسافر وړونکي موټر کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې دغه چاودنه د پنجشنبې په ورځ د جرمانه سیمې په یوه ګڼه‌ګوڼه لرونکي سوداګریز سړک کې شوې ده. د سوریې دولتي ټلوېزیون د یوه امنیتي چارواکي له قوله، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، راپور ورکړی چې چاودنه په یوه مسافر وړونکي موټر کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده. د سوریې د روغتیا وزارت ویلي چې په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۳ نور ټپیان شوي دي. عیني شاهدانو ویلي، د چاودنې پر مهال په موټر کې یو شمېر مسافر سپاره وو او د چاودنې زور د ګڼه‌ګوڼې سوداګریز سړک ځینې برخې ولړزولې. تر اوسه هېڅ ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-07 04:17:19

خط زمانی

  1. Pajhwok

    دمشق کې چاودنې دوه کسان وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-07 08:44:53

دمشق کې چاودنې دوه کسان وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button