افغانستانامنیتپښتوهرات

په افغانستان کې د زعفرانو تولید کچه یوڅلویښت ټنو ته لوړه شویده.

روان خبرSecurityهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-03 12:23:28🎙 راډیو واورئ

د چارواکو پروینا دا مهال زعفران بهر ته د افغانستان د لومړۍ درجه صادریدونکي توکې په توګه پېژندل کیږي. زعفران، چې د افغانستان په یو شمیر سیمو په ځانګړې توګه لویدیځ ولایت هرات کې کرل کیږي. د افغانستان له مهمو کرنیزو محصولاتو ګڼل کیږي اوپه نړیوالوبازارونوکې یې ځانګړې ځای موندلی دی. د طالبانو حکومت د کرنې ،مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت ویاند مولوي شیرمحمد حاتمې وایي، تېر کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر ۱۲زره هکتاره زعفران کرل شوي وو، چې ۴۱ متریک ټنه حاصل ترې تر لاسه شو، چې د تېر کال په پرتله پکې بې سارې زیاتوالی راغلی دی. په افغانستان کې تولیدیدونکي زعفران، چې سره طلا هم بلل کیږي د خپل ښه کیفیت له امله یې د نړۍ په بازارونوکې ځانګړی ځای موندلی دی. اوله تیرو څو کالو راهیسې د زعفرانو د نړیوالې رده بندۍ په نوملړکې لومړی ځای لري. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند قاري محمد اصف الیاس وایي، اوسمهال زعفران له افغانستان څخه بهر ته د صادریدونکو توکو په سر کې ځای لري. محمداصف الیاس وایي، تېرکال د۷۷ میلیونه ډالرو په ارزښت زعفران ګاونډیو، د سیمې ، عربي او اروپايي هېوادونو ته صادر شویدي. ها خوا د هرات کرنې اومالدارۍ خونې مرستیال نجیب الله رحمتي وایي. هرات د زعفرانو د کښت اوتولید له پلوه دهیواد په کچه لومړی ولایت دی. رحمتي…

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-03 12:23:28

مهالوېش

  1. Parstoday

    په افغانستان کې د زعفرانو تولید کچه یوڅلویښت ټنو ته لوړه شویده.

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-10-03 12:18:39

په افغانستان کې د زعفرانو تولید کچه یوڅلویښت ټنو ته لوړه شویده.

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button