Newsافغانستاندریننګرهار

دیني عالمان وایي: د اسلام په سپېڅلي دین کې نفاق او اختلافاتو رامنځته کولو ته ځای نشته

در حال تکمیلNewsننګرهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-27 09:56:58🎙 رادیو را بشنوید

د اسلام ستر پیغمبر هم د مسلمانانو ترمنځ پر یووالي او په هر نامه باندې د نفاق او اختلافاتو اچولو پر مخنیوي ټینګار کړی دی. د پارس تودی له راپور سره سم، دیني عالمان او د نظر خاوندان پر دې باور دي، چې د حضرت محمد سپېڅلی زېږون د اسلام مبارک دین تر راڅرګندېدو وړاندې عربو ټولنې ته د سمون او عدالت د ټینګښت زیری ورکړ. د ننګرهار پوهنتون د لوی جومات امام مولوي عمر صابر وایي: کله چې حضرت محمد مصطفی نړۍ ته سترګې وغړولې، هغه مهال د عربو ټولنه په بشپړ جاهلیت کې ډوبه وه. عربو به خپلې لوڼې ژوندۍ ښخولې او د عدالت او برابرۍ هېڅ څرک نه لګېده. مولوي عمر صابر وایي، د حضرت محمد د نېکمرغه زوکړې او یووالي اونۍ نمانځنه یوازې د یو تاریخي بدلون یادونه نه، بلکې دا د داسې یو بدلون یادونه ده، چې د توحید، عدالت، برابرۍ، اخلاقو، صله رحمۍ او انساني کرامت په پیغام سره یې لومړی په عربو ټولنه او بیا د نړۍ پر ډېرو سیمو خپل اغېز پرېښود. د ننګرهار پوهنتون د لوی جومات امام وایي، د اسلام ستر پیغمبر د مسلمانانو ترمنځ پر یووالي او د هر ډول اختلافاتو څنګ ته کولو پر ټینګار سربېره ویلي، چې یو مسلمان د بل مسلمان لپاره داسې دی لکه څنګه چې په دېوال کې یوه خښته د بلې هغې بشپړوونکې…

اطلاعات کوتاه

مکانننګرهار
موضوعNews
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-27 09:56:58

خط زمانی

  1. Parstoday

    دیني عالمان وایي: د اسلام په سپېڅلي دین کې نفاق او اختلافاتو رامنځته کولو ته ځای نشته

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-08-27 09:43:14

دیني عالمان وایي: د اسلام په سپېڅلي دین کې نفاق او اختلافاتو رامنځته کولو ته ځای نشته

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button