Kabulافغانستانامنیتپښتو

د استانبول په یوه ښوونځي کې د چړې برید؛ یوه زده‌کوونکې مړه او… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-07 06:17:02🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۵): د ترکیې په استانبول ښار کې یوې زده‌کویونکې د یوه منځني ښوونځي په انګړ کې پر زده‌کوونکو د چړې برید کړی چې له امله یې یوې زده‌کوونکې ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي دي؛ چارواکي وایي، بریدګره نیول شوې او د پېښې په تړاو قضايي او اداري څېړنې پیل شوې دي. د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، یوې ۱۵ کلنې زده‌کوونکې چې د «کوچوک‌چېکمجه» په یوه لېسه کې یې زده‌کړې کولې، د کایاباشي په سیمه کې د «کایاشهیر شیخ شامل امام خطیب» منځني ښوونځي ته ورغلې او هلته یې د ښوونځي په انګړ کې پر زده‌کوونکو برید کړی. په راپور کې راغلي چې په دغه برید کې یوه زده‌کوونکې وژل شوې او اوو نور زده کوونکي ټپیان دي. د راپور له مخې، بریدګره د ښوونځي د امنیتي ساتونکو له خوا نیول شوې او پولیسو ته سپارل شوې ده. سرچینه زیاتوي چې پولیسو د هغې مور او پلار هم نیولي دي. د ترکیې د پوهنې وزارت ویلي، له دې پېښې وروسته په یاد ښوونځي کې د دوو ورځو لپاره درسي بهیر درول شوی او د زده‌کوونکو، ښوونکو او کورنیو لپاره د رواني او ټولنیز ملاتړ ټیمونو هم خپل کار پیل کړی دی. ترکي چارواکو ویلي، د پېښې په تړاو قضايي او اداري څېړنې پیل شوې دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-07 06:17:02

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د استانبول په یوه ښوونځي کې د چړې برید؛ یوه زده‌کوونکې مړه او اووه نور ټپیان دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-07 10:43:48

د استانبول په یوه ښوونځي کې د چړې برید؛ یوه زده‌کوونکې مړه او اووه نور ټپیان دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button