افغانستانامنیتدریکندهار

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین په کندهار کې د افغان ـ انګلیس… — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityکندهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-30 22:02:15🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین شیخ عبدالرحمن طیبي کندهار ته د رسمي سفر په ترڅ کې د یاد وزارت د تاریخي آبداتو د ساتنې رئیس انجنیر محمد حسیب نسیمي په ملتیا د هغه ولایت د تخته‌پل ولسوالۍ د انځرګي سیمې د افغان ـ انګلیس د دویمې جګړې د شهیدانو له هدیرې څخه لیدنه وکړه. د دې لیدنې پر مهال د یادو شهیدانو د مزار عمومي وضعیت و ارزول شو او د دغه تاریخي ځای پر ساتنې، پالنې او اړینې پاملرنې ټینګار وشو. دغه هدیره د هېواد د تاریخي میراث یوه برخه او د خپلواکۍ او آزادۍ د دفاع په لاره کې د افغان ولس د سرښندنو او مبارزو یوه څرګنده نښه ګڼل کېږي. د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له فتحې وړاندې، ځینو فرصت طلبو کسانو او د تاریخي اثارو قاچاقبرانو د مدفونو خزانو د موندلو په پلمه، په دغو مقدسو ځایونو کې په خپل‌سري او ناقانونه ډول کیندنې کولې او د هغوی حرمت او تاریخي ارزښتونو ته یې زیان رساوه. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین څرګنده کړه، چې دغه وزارت به د افغان ـ انګلیس د دویمې جګړې د شهیدانو د مقام د درناوي او د هېواد د تاریخي ارزښتونو د ساتنې په موخه، په راتلونکي کې د یادو شهیدانو د مزار د بیارغونې او ترمیم لپاره لازم اقدامات ترسره کړي. نوموړي د تاریخي ځایونو ساتنه او پالنه د دغه وزارت له مهمو مسوولیتونو څخه وبلله او د افغانستان د تاریخي، فرهنګي او عمومي هویت د خوندي ساتلو په برخه کې یې د ورته ځایونو د ارزښت پر ساتنې ټینګار وکړ.

اطلاعات کوتاه

مکانکندهار
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-30 22:02:15

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین په کندهار کې د افغان ـ انګلیس د دویمې جګړې د شهیدانو له هدیرې څخه لیدنه وکړه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-30 11:40:29

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین په کندهار کې د افغان ـ انګلیس د دویمې جګړې د شهیدانو له هدیرې څخه لیدنه وکړه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button