Summary: د ازموينو عمومي ادارې له لوري نن د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي علومو انسټیټیوټونو فارغانو ايګزيټ ازموینه په کابل پوهنتون او د اړوندو ولایتونو په امارتي پوهنتونونو کې په شفافه توګه ترسره شوه. دغې ادارې په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې د ازموینې پرانيستې مراسمو کې د ازموینو عمومي ادارې پلاوو او د عامې روغتیا وزارت مسوولینو، د پوهنتونونو رهبرۍ غړو، ممتحنو استادانو او د ازموینې ګډونوالو ګډون کړی وو. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د ازموینې د پروسې د لا روڼتیا او شفافیت په موخه، د ازموینې له صحنو څخه پلاوو، د داخلي تفتیش غړو او ممتحنو استادانو څارنه ترسره کړه او د هر ډول درغلۍ مخه ونيول شوه. د يادونې وړ ده، چې په ياده ازموينه کې د خارج مرز او د کاپيسا، پروان، ميدان وردګ، غزني، پکتيکا، لوګر او خوست ولايتونو د روغتيايي علومو انسټيټيوټونو فارغانو ګډون کړی وو.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د روغتیايي علومو انسټیټیوټونو فارغانو ايګزيټ ازموینه په شفافه توګه ترسره شوه
Sources
Afghan sources
د روغتیايي علومو انسټیټیوټونو فارغانو ايګزيټ ازموینه په شفافه توګه ترسره شوه