Summary: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سوریې پر يوه کافه برید په کلکو ټکو غندلی دی. د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي، نن په خپله «اېکس» ټولنيزه شبکه کې ليکلي دي: "د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت، د سوریې عربي جمهوریت د پلازمېنې دمشق ښار په يوه کافه کې ترسره شوی برید چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي؛ په کلکو ټکو غندي." اسلامي امارت پر ملکي وګړو بریدونه، د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف بللي او د سوريې امنيت او ثبات ته يې دغه شان پېښې د اندېښنې وړ ننګونه ګڼلې ده.
اطلاعات کوتاه
مکانبلخ
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-07-03 12:44:13
خط زمانی
-
Bakhtar
د افغانستان اسلامي امارت د سوریې پر يوه کافه برید وغانده