Healthافغانستاندری

د افغانستان او ازبکستان چارواکو د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا… — Bakhtar

در حال تکمیلHealth1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-19 19:57:27🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین مولوي حمدالله زاهد، ازبکستان ته د خپل رسمي سفر په بهیر کېِ؛ د یاد هېواد د روغتیا وزارت له معین او د درملو صنعت د پراختیا ادارې له رئیس عبدالله عزیزوف سره کتلي دي. د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د درملو، طبي تجهیزاتو، روغتیايي محصولاتو او خوړو په برخو کې د دوه‌ اړخیزو همکاریو د پراختیا، تجربو شریکولو، د تخنیکي پوهې د لېږد، تخنیکي ظرفیتونو د لوړولو، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.د خوړو او درملو معین د درملو، روغتیايي محصولاتو او خوړو د کیفیت ښه والي په موخه د دوه‌ اړخیزو همکاریو د پراختيا، د تجربو شریکولو، د تخنیکي پوهې د لېږد او د تخنیکي ظرفیتونو د پياوړتيا پر اهمیت ټینګار کړی دی.د ازبکستان د روغتیا وزارت مسئولينو هم د خپل هېواد د درملو صنعت او روغتیايي محصولاتو ظرفیتونو، لاسته راوړنو او تنظيمي سیسټمونو په معرفي کولو سره؛ په یادو برخو کې د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره د همکارۍ چمتووالی ښودلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو پر پياوړتيا ټینګار کړی دی.

اطلاعات کوتاه

موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-19 19:57:27

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د افغانستان او ازبکستان چارواکو د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې وکړې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-19 10:13:51

د افغانستان او ازبکستان چارواکو د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې وکړې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button