افغانستانامنیتدریهرات

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې… — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityهرات1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-27 16:57:22🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د هرات والي مولانا اسلام‌جار د افغانستان لپاره د قزاقستان له ځانګړي استازي یرکین توکوموف او مل پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې ښاغلي اسلام جار د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو, پانګونې او د اړیکو پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې یرکین توکوموف وویل، چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۵۸۱ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېدلې ده. نوموړي زیاته کړې، چې د ترانسپورټي ظرفیتونو پراختیا او د سوداګرۍ په بهیر کې د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کول کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتېدو زمینه برابره کړي. د قزاقستان ځانګړي استازي همداراز افغان پلاوي ته په دغه هېواد کې په جوړېدونکې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه. په همدې حال کې د هرات والي وویل، چې افغانستان او قزاقستان د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې اړیکو د پراختیا لپاره پراخ ظرفیتونه لري او هرات د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا مناسب ظرفیت لري. نوموړي د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د ودې لپاره امنیت مهم وباله او ویې ویل، چې امنیت د سوداګرو او پانګوالو د فعالیتونو لپاره مناسبه زمینه برابروي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي شهاب‌الدین ثاقب هم د سوداګرو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځته کولو او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې د هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

اطلاعات کوتاه

مکانهرات
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-27 16:57:22

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-27 16:03:37

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button