Summary: د هرات والي مولانا اسلامجار د افغانستان لپاره د قزاقستان له ځانګړي استازي یرکین توکوموف او مل پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې ښاغلي اسلام جار د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو, پانګونې او د اړیکو پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې یرکین توکوموف وویل، چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۵۸۱ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېدلې ده. نوموړي زیاته کړې، چې د ترانسپورټي ظرفیتونو پراختیا او د سوداګرۍ په بهیر کې د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کول کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتېدو زمینه برابره کړي. د قزاقستان ځانګړي استازي همداراز افغان پلاوي ته په دغه هېواد کې په جوړېدونکې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه. په همدې حال کې د هرات والي وویل، چې افغانستان او قزاقستان د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې اړیکو د پراختیا لپاره پراخ ظرفیتونه لري او هرات د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا مناسب ظرفیت لري. نوموړي د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د ودې لپاره امنیت مهم وباله او ویې ویل، چې امنیت د سوداګرو او پانګوالو د فعالیتونو لپاره مناسبه زمینه برابروي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي شهابالدین ثاقب هم د سوداګرو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو د رامنځته کولو او له سیمهییزو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې د هڅو پر دوام ټینګار وکړ.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې
سرچینې
Afghan sources
د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې