Politicsافغانستاندری

د افغانستان او پاکستان ترمنځ بیا نښتي شوي

در حال تکمیلPolitics1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-11 09:00:58🎙 رادیو را بشنوید

د افغانستان د پکتیا ولایت سیمه ‌ییزو سرچینو د سرپرست حکومت د ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی دی. د راپورونو له مخې، نښته پرون مازدیګر شاوخوا پنځه بجې پیل شوې او دواړو لورو پر یو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې دي. د ۲۰۳ منصوري قول اردو ویاند عبدالحق فدا د نښتې د تایید ترڅنګ ویلي، جګړه پاکستاني ځواکونو پیل کړې وه. د سرپرست حکومت دغه پوځي چارواکي ویلي، نښته څو ساعته وروسته پای ته رسېدلې او د دوی ځواکونو ته پکې زیان نه دی اوښتی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تېرو دوو کلونو کې وخت ناوخت نښتې په یوه تکراري پېښه بدلې شوې دي، چې په ځانګړي ډول د تېر یوه کال په اوږدو کې یې شدت زیات شوی دی.

اطلاعات کوتاه

موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-11 09:00:58

خط زمانی

  1. Parstoday

    د افغانستان او پاکستان ترمنځ بیا نښتي شوي

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-10-11 08:56:23

د افغانستان او پاکستان ترمنځ بیا نښتي شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button