کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له تاجکستان سره پر پوله د ډزو له امله د یوې ښځې پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې، دغه پېښه یې غندلې او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې د بېنظمۍ او ناامنۍ جوړولو لپاره کار واخیستل شي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه وزارت د تاجکستان د بدخشان خودمختارې سیمې د درواز ولسوالۍ د دشتک کلي د یوې ښځې وژل کېدو له امله چې د دواړو هېوادونو له سرحدي سیمې د ډزو په پایله کې وژل شوې، د هغې له کورنۍ او د تاجکستان له خلکو سره خپله ژوره خواخوږي او تسلیت څرګندوي. بلخي زیاته کړې، په دې وروستیو کې د افغانستان د بدخشان په ځینو سیمو کې د ځینو «مخربو او فرصتطلبو» کسانو له خوا د بېنظمۍ رامنځته کولو د هڅو په اړه راپورونه خپاره شوي چې د ده په خبره، موخه یې د سیمې د امنیت او ثبات، په ځانګړي ډول د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د باور فضا اغېزمنول دي. هغه ټینګار کړی چې اسلامي امارت امنیت او ثبات، ښه ګاونډیتوب، د هېوادونو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوي ته ژمن دی او اجازه نه ورکوي چې څوک د افغانستان له خاورې د بېنظمۍ او امنیت ګډوډولو لپاره کار واخلي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له تاجکستان سره پر پوله د یوې ښځې وژل کېدو پېښه غندلې ده
منابع
Afghan sources
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له تاجکستان سره پر پوله د یوې ښځې وژل کېدو پېښه غندلې ده