EnglishKabulافغانستانامنیت

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له تاجکستان سره پر پوله د یوې ښځې… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-15 09:22:46🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له تاجکستان سره پر پوله د ډزو له امله د یوې ښځې پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې، دغه پېښه یې غندلې او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې د بې‌نظمۍ او ناامنۍ جوړولو لپاره کار واخیستل شي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه وزارت د تاجکستان د بدخشان خودمختارې سیمې د درواز ولسوالۍ د دشتک کلي د یوې ښځې وژل کېدو له امله چې د دواړو هېوادونو له سرحدي سیمې د ډزو په پایله کې وژل شوې، د هغې له کورنۍ او د تاجکستان له خلکو سره خپله ژوره خواخوږي او تسلیت څرګندوي. بلخي زیاته کړې، په دې وروستیو کې د افغانستان د بدخشان په ځینو سیمو کې د ځینو «مخربو او فرصت‌طلبو» کسانو له خوا د بې‌نظمۍ رامنځته کولو د هڅو په اړه راپورونه خپاره شوي چې د ده په خبره، موخه یې د سیمې د امنیت او ثبات، په ځانګړي ډول د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د باور فضا اغېزمنول دي. هغه ټینګار کړی چې اسلامي امارت امنیت او ثبات، ښه ګاونډیتوب، د هېوادونو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوي ته ژمن دی او اجازه نه ورکوي چې څوک د افغانستان له خاورې د بې‌نظمۍ او امنیت ګډوډولو لپاره کار واخلي.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-15 09:22:46

Timeline

  1. Pajhwok

    د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له تاجکستان سره پر پوله د یوې ښځې وژل کېدو پېښه غندلې ده

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-15 13:52:23

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له تاجکستان سره پر پوله د یوې ښځې وژل کېدو پېښه غندلې ده

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button