په آلمان کې د هغې ادارې ویاند چې په بهرنیو پوځي ماموریتونو کې د آلمان د سرتېرو اړوند قضیې څېړي، د بیلډ ام زونتاګ په نامه آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي: «د کمپټن څارنوالۍ د پنځو هغو آلماني سرتېرو پر ضد د غلا د لومړني شک پر بنسټ څېړنیز بهیر پر مخ وړي چې د بهرني ماموریت د ځواکونو برخه وو.» د شکمنو کسانو په اړه ویل شوي چې هغوی «د کابل هوايي ډګر کې د تخلیې د عملیاتو پر مهال له هټیو څخه توکي په ناقانونه توګه اخیستي دي.» د څارنوالۍ ویاند ویلي چې دا په دقیق ډول نه شي اټکل کېدای چې دا قضیه به څه وخت او له کومې پایلې سره پای ته ورسېږي. هغه په دې لړ کې د بې ګناهۍ د اصل یادونه هم کړې ده. د بیلډ ام زونتاګ ورځپاڼې د آلمان د پوځ د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې دغه سرتېري د لومړۍ هوايي لېوا د ۳۱مې چترۍ قطعې غړي دي. د راپور له مخې، دغو ځانګړو سرتېرو خپلې ادعا شوې غلاوې د کابل هوايي ډګر په پوځي برخه کې، په هغو هټیو کې کړې دي چې افغانانو چلولې. زیاته شوې چې په دغو هټیو کې، د نورو توکو ترڅنګ، پوځي وسایل هم پلورل کېدل. ویل شوي چې سرتېرو له هټیو څخه کمیسونه او د یونیفورم لپاره نښانونه اخیستي وو. د جرمني د…
Quick facts
Timeline
-
Dw
د افغانستان د تخلیې ماموریت؛ آلماني سرتیري په غلا تورن شوي
Sources
External sources
د افغانستان د تخلیې ماموریت؛ آلماني سرتیري په غلا تورن شوي