EconomyEnglishKabulافغانستان

د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې پلاوي د بټريو له يوې توليدي… — Bakhtar

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-25 20:35:48🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې د مرستيال محمد رفيع عظيمي په مشرۍ پلاوي، نن د کابل په پلچرخي صنعتي پارک کې د پيمان بټريو له توليدي فابريکې څخه ليدنه کړې ده. باختر اطلاعاتي اژانس ته د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې د معلوماتو له مخې؛ د دې ليدنې پر مهال، د پيمان بټريو توليدي فابريکې رئيس مشتاق احمد پيمان، د فابريکې د توليداتو، کيفيت او فعاليتونو په اړه معلومات ورکړي او يو لړ ستونزې او اړتياوې يې شريکې دي. دغه راز د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې مرستيال، د يادې فابريکې له بېلابېلو برخو، توليدي بهير، عصري ماشينرۍ او شته امکاناتو څخه ليدنه کړې او د کورنيو توليداتو د پياوړتيا، کاري فرصتونو د برابرولو او د ملي صنعت په وده کې يې د فابريکې رول مهم بللی دی. هغه ډاډ ورکړی چې د افغانستان د صنايعو او کانونو خونه به د ستونزو د حل، د صنعت‌کارانو د ملاتړ او د صنعتي فعاليتونو د پراختيا لپاره پوره همکاري وکړي. عظيمي، د هېواد د اقتصادي ودې، ځان ‌بسياينې او د کورني صنعت د پياوړتيا پر اهميت ټينګار کړی او زياته کړې يې ده چې په ګډو هڅو به افغانستان له وارداتي او مصرفي هېواد څخه په يو صنعتي او صادراتي هېواد بدل شي. هېره دې نه وي چې د پيمان بټريو پر توليدي فابريکه څه باندې ۲۰ ميليونه ډالره پانګونه شوې چې په ورځني ډول د ۳۰۰۰ بټريو د توليد وړتيا لري. په دې فابریکه کې څه باندې ۲۰۰۰ هېوادوالو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-07-25 20:35:48

Timeline

  1. Bakhtar

    د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې پلاوي د بټريو له يوې توليدي فابریکې څخه ليدنه وکړه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-25 15:41:36

د افغانستان د صنايعو او کانونو خونې پلاوي د بټريو له يوې توليدي فابریکې څخه ليدنه وکړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button