Summary: د هېواد د ورزش ادارې او فوټبال فدراسیون فني مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د اذربایجان په کوربه توب د فوټبال نړۍوال فیسټیوال په څنډه کې د فوټبال نړۍوال فدراسیون (فیفا) له رئیس جیاني انفانتینو سره ولیدل. په دې لیدنه کې ځدراڼ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د کورنیو سیالیو، لاسته راوړنو او امکاناتو په اړه معلومات وړاندې کړل او د دغه فدراسیون ځینې اړتیاوې یې هم مطرح کړې.د فیفا رئیس په خپلو خبرو کې د افغانستان له فوټبال څخه ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل، چې دوی به د افغانستان فوټبال ته لا ډېره پاملرنه وکړي او په نږدې راتلونکي کې به د لا همکارۍ په موخه خپل پلاوی افغانستان ته واستوي.د یادونې وړ ده، چې د فیفا رئیس د افغانستان د ۱۵ کلونو څخه د کم عمره فوټبال لوبډلې لوبه هم له نږدې ننداره کړه.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د افغانستان د فوټبال فدراسیون فني مرستیال د فیفا له رئیس سره ولیدل
Sources
Afghan sources
د افغانستان د فوټبال فدراسیون فني مرستیال د فیفا له رئیس سره ولیدل