د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات پژواک ته وویل چې نن په متحده عربي امارتو کې یوه ناسته ترسره کېږي چې په لړ کې به یې د افغانستان د کرکټ غوره لیګ (APL) دویم پړاو سیالیو جام نندارې ته وړاندې شي. د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغانستان د کرکټ شلاوریز غوره لیګ دویم پړاو سیالۍ به د روان ۲۰۲۶ کال په وروستۍ ربع کې ترسره شي. دغهراز، د افغانستان کرکټ غوره لیګ سیالیو کې پنځه لوبډلې ګدون کوي. د یادونې ده، د افغانستان د کرکټ شلاوریز غوره لیګ لومړی پړاو په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شوی و.
Quick facts
Locationغور
TopicSports
Sources1
Updated2026-08-25 07:03:27
Timeline
-
Pajhwok
د افغانستان د کرکټ غوره لیګ جام نن نندارې ته وړاندې کېږي
Sources
Afghan sources
PajhwokPS
2026-08-25 11:32:13
د افغانستان د کرکټ غوره لیګ جام نن نندارې ته وړاندې کېږي