د افغانستان له پاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف د دوشنبې په ورځ په مسکو کي د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» په نوم مشورتي غوڼي تر ختمېدو وروسته خبريالانو ته وويل چي د يادي غونډي ګډونوال و نه توانیدل د پاکستان او افغانستان د استازو ترمنځ د اختلافاتو له امله د غونډي وروستۍ ګډې اعلاميه تصويب کړي. د روسيې انترفکس خبري آژانس د هغه له قوله لیکلي دي چي، خو د غونډي ګډونوالو د دغسي سلا مشورو د دوام ملاتړ وکړ. کابلوف خبريالانو ته وویل: «د وروستۍ ګډي اعلامیې د برابرولو پر مهال موږ له یوې ستونزې سره مخ سوو، او هغه زموږ د افغان او پاکستاني همکارانو ترمنځ اختلافات ول.» د افغانستان له پاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف وويل چي افغان پلاوي اعتراض درلود چي «د سږ کال په متن کي افغانستان ډېر ځله د ترهګرۍ په تړاو یاد سوی دی.» کابلوف زیاته: «رښتیا دې خبري موږ حیران کړو، ځکه همدا ټکي او عبارتونه د تېر کال په اعلامیه کي هم موجود ول. خو افغانان باور لري چي له هغه وخته راهیسي د دواړو هيوادونو په اړیکو کي بدلون راغلی او اوس دا برخه د منلو وړ نه ده. موږ په دې خواشیني یوو.» هغه وويل چي »د مسکو فارمټ به د یوه پلتفورم په توګه پاتي وي، خو دا…
Quick facts
Timeline
-
Dw
د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډي اعلاميه تصويب نه سوه؟
Sources
External sources
د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډي اعلاميه تصويب نه سوه؟