Diplomacyافغانستانپنجشېردری

د افغانستان په ۵۳ سلنه سیمو کې سوءتغذیه زیاته شوې ده | آمو… — Amu TV

در حال تکمیلDiplomacyپنجشېر1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-07 10:17:26🎙 رادیو را بشنوید

د ملګرو ملتونو په ملاتړ د «ریچ» (REACH) سازمان نوې ارزونه ښیي چې د افغانستان په ۵۳ سلنه سیمو کې سوءتغذیه مخ پر زیاتېدو ده او په ۴۴ سلنه سیمو کې په تېرو درېیو میاشتو کې پر سوءتغذیه د اخته کسانو شمېر دوه برابره شوی دی. د دغې ارزونې له مخې، د خوراکي توکو بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې او په ټول هېواد کې خوراکي ناامني لا پسې سخته شوې ده. په راپور کې راغلي چې د سوءتغذیې خورا زیاتوالی په پنجشېر (۸۹ سلنه)، فاریاب (۸۵ سلنه) او لغمان (۸۳ سلنه) ولایتونو کې ثبت شوی دی. دا سروې د می له ۱۰مې د جون تر ۷مې نېټې پورې د افغانستان په ۴۰۱ ولسوالیو کې له ۱۲ زره او ۸۵۴ خبرو اترو او باوري محلي سرچینو پر بنسټ چمتو شوې ده. دغه راپور د یوه داسې هېواد بد انځور وړاندې کوي چې د ژوند لوړو لګښتونو، اقلیمي ازموینو او د بشري مرستو کمښت ډېری کورنۍ لوږې ته تم کړي دي. د معلوماتو له مخې، ۲۱.۹ میلیونه کسان (د ټول نفوس کابو ۴۵ سلنه) عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. راپور په ټول افغانستان کې د خوراکي ناامنۍ د زیاتېدو خبر ورکړی؛ ځکه ۵۵ سلنه سیمو په تېرو ۳۰ ورځو کې د خوراکي توکو د بیو څرګند زیاتوالی راپور کړی او ۶۳ سلنه سیمو په سیمه‌ییزو بازارونو کې د ناڅاپي ګرانۍ…

اطلاعات کوتاه

مکانپنجشېر
موضوعDiplomacy
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-07 10:17:26

خط زمانی

  1. Amu TV

    د افغانستان په ۵۳ سلنه سیمو کې سوءتغذیه زیاته شوې ده | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-07 08:01:29

د افغانستان په ۵۳ سلنه سیمو کې سوءتغذیه زیاته شوې ده | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button