د افغانستان د مېرمنو سازمان له ۳۰ څخه د زیاتو بنسټونو او د هېواد دننه د ۴۵۰ ښځو په مشوره د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او امنیت شورا ته یو لیک لېږلی. دوی لیکلي، چې یوناما باید له افغان ښځو، مدني ټولنې او سیاسي جریانونو سره د منظمو لیدنو یو جوړښت رامنځته کړي. د هلمند ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شنبې په ورځ د رسنیو له مسوولانو سره د همغږۍ غونډه کې غوښتي، چې د خپلو خپرونو کیفیت او محتوا ته پام وکړي او د هغو مطالبو له خپرولو ډډه وکړي چې ددوی په وینا، د اسلامي اخلاقو او افغاني ټولنې خلاف وي. د طالبانو د فرهنګ او ګرځندوی امر حیات الله یوسف په غونډه کې ټینګار کړی چې څوک په رسنیو کې د ویاند، کوربه یا شنونکي په توګه کار کوي، باید د خپلې موضوع په اړه بشپړ چمتووالی ولري او له ناسمو او پاروونکو څرګندونو ډډه وکړي. هغه زیاته کړې چې رسنۍ پر عامه ذهنیت مستقیم اغېز لري او باید د داسې مطالبو له خپرولو ډډه وکړي چې په ټولنه کې د «فساد او اختلاف» لامل کېږي. د طالبانو له بیا ځلي واک ته رسېدو سره دې ډلې په افغانستان کې رسنۍ سانسور کړې دي او رسنۍ په ازاده توګه فعالیت نه شي کولی. د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د افغان مېرمنو سازمان د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته پرانیستی لیک لېږلی
منابع
Afghan sources
د افغان مېرمنو سازمان د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته پرانیستی لیک لېږلی